کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
په زابل کې٢٠کيلوګرامه هيروئين کشف او ترلاسه شول.
د زابل امنیه قوماندان ويس صميمي رسنیو ته ويلي دي چې د زابل پولیسو د وري په ۲۴مه په کلات ښارکې د موټرو د پلټنې پر مهال په یوه موټر کې ۲۰ کيلوګرامه هيروئين ترلاسه کړي دي.
ټاکل شوې وه دغه نشه یي توکي د افغانستان له لوېدیځو ولايتونو څخه کابل ته قاچاق کړل شي.
د دغو نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو موټرچلوونکي او پنځه نور کسان نيول شوي دي.
پاى \ ذ