فرهنګ

د ژمني ګرځندوى دويم جشن په باميانوکې پيل شو

کابل/ د سلواغې١٨مه/ باختر 
د ژمني ګرځندوى دويم جشن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي، د باميانو د والي محمد طاهر زهير، د دولتي ادارو د يوشمېر مسوولينو، ورزشکارانو، فرهنګيانو، هنرمندانو او  رسنيو په شتون تېره شپه پرانيستل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د باميانو والي د دغو مراسمو په پيل کې وويل: باميان د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې زياتره فرهنګي، هنري او ورزشي جشنونه پکې ترسره کېږي او د ژمني ګرځندوى جشن په ترسره کولو سره موږ په باميانوکې د زياتو سيلانيانو د کوربه توب شاهدان يوو.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې د ژمني ګرځندوى د دويم جشن د ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ باميانو ته د خپل سفر موخه له افغانستان او باميانو څخه نړۍ ته د هيله بخښوونکي پيغام استول وبلل او د ګرځندوى د بنسټونو، د معياري بازار، معياري هوايي ډګر او د آنلاين خدمتونه پر رامنځته کولو يې ټينګار وکړ.
په دغه پروګرام کې شاعرانو خپل شعرونه دکلمه کړل؛ د باميانو د فرهنګ کور تياتر اجرا کړ او دمبوره غږونکو د مبوره وغږوله.
د باميانو د مسوولينو د څرګندونو له مخې: په راتلوونکي يوه مياشت کې په دغه ولايت کې بېلابېل پروګرامونه: لکه د کنګل پرمخ لوبې ( هاکي او کرولينګ)، د سکي سيالۍ، وزلوبې، د عکاسۍ او خطاطۍ نندارتونونه، لاسي صنايع او سيمه ييز خواړه ترسره کېږي.
د هغه خبر له مخې چې همدا شېبه باختر آژانس ته ورسېد؛ همدا اوس د وزلوبې په زړه پورې سيالۍ پيل شوې ده او زرګونه کسان د دغې لوبې نندارې ته راغلي دي.  
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته