ټولنه

په خوست کې د درېیو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل/دلړم۲۲مه/باختر
په خوست کې د ۲۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د کانال، سربند او استنادي دېوال د پروژو چارې بشپړې شوې.
د خوست د والي ویاند طالب منګل د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د دغو پروژو په رغېدو سره سلګونه جریبه ځمکه د سېلاوونو له ګواښ وژغورل شوه او دغه راز د سلګونه جریبه نورې ځمکې د خړوبولو زمینه هم برابره شوه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته