سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان د سرمنشي دځانګړي استازي له مرستيال سره وکتل.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي دځانګړي استازي له مرستيال يا ماماتو سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :په دې کتنه کې يا ماماتو په کابل کې دسيمې دهيوادونو د دفاع دوزيرانود نږدې راتلوونکي
کنفرانس دجوړولو په باب دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ته معلومات وړاندې کړل.
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دسيمې دهيوادونو د دفاع دوزيرانو کنفرانس چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې په کابل کې جوړ شي دافغانستان او د سيمې دهيوادونو دسولې او ثبات دتامينولو لپاره ډير مهم وباله او زياته يې کړه تروريزم او بنسټپالنه نه يواځې د افغانستان په زيان دي بلکې دسيمې هيوادونو ته يې ګواښلي او زيانمن  کړي دي . په همدې مقصد دافغانستان اسلامي جمهوريت له تروريزم او بنسټپالنې سره دمبارزې په لاره کې دسيمې دهيوادونو دمرستې او همکارۍ ارزښتناک رول هم ټينګار کوى.
په پام کې دى چې په دغه سيمه ييز کنفرانس کې دملګرو ملتو دسازمان او نړيوالو سازمانونو د لوړ رتبه استازو په ګډون د ناټو سازمان لوړ رتبه مقامات هم برخه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته