-کابل باختر د وږي اتلسمه :
په ننګرهار ولايت کې يو سړى له يوې اندازې نشه يي توکو سره ونيول شو .
پوليس وايي چې دغه سړى نشه يي توکي د خوږياڼيو له ولسوالۍ څخه د جلال آباد ښار ته ليږدول چې ونيول شو .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باخترآژانس خبريال ته وويل چې نيول شوى سړى د نشه يي توکو پلورونکى و.
ده وويل چې دغه سړى له نشه يي توکو سره د خوږياڼيو ولسوالۍ په حکيم آباد کلي کې نيول شوى دى .
ديوبل خبر له مخې:
شپږ تنه دنشه يي توکو د قاچاقو او پلورنې په تور په ننګرهارکې ونيول شول.
پوليس وايي چې دغه کسان د دغه ختيځ ولايت په اړوندو سيموکې په جلا جلا پيښوکې نيول شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل