کابل باختردسلواغې پنځه ويشتمه :
بيا هم په جوزجان ولايت کې دسړک جوړولو ديوه شرکت دوه تنه کارکوونکي دطالبانو له خوا وتښتول شول . دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمدجوزجاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه کارکوونکي دسړک جوړولو په يوه شرکت پورې اړه لري چې له کابل څخه جوزجان ولايت ته تللى و . او د جوزجان _ قوشتيپې په څلويښت کيلومتري سړک کې په کار بوخت و چې دطالبانو له خوا د ترکمن قدوک له کلي څخه وتښتول شول . يوه اړونده خبرځاى وويل چې طالبانو ددغه شرکت دوه ليږدونکي وسايط هم له ځان سره وړي دي او تراوسه پورې دهغو دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم طالبانو دسړک جوړولو ديو شرکت څلور تنه کارکوونکي دجوزجان ولايت له مربوطاتو څخه تښتولى و چې دجوزجان ولايت دامنيه قوماندان دڅرګندونوله مخې، طالبانو هغوى دپيسو په بدل کې ازاد کړل .
1 1 دقیقه لوستل