امنیت

يو ويشت تنه تروريست طالبان ووژل شول

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٩
د مل اردو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د هيواد په ځينو سيموکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو د چاڼيزو او محاربوي عملياتو په بهيرکې چې د لغمان ولايت د الينګار، د ننګرهار ولايت د اچين، د پکتيکا ولايت د اومنې، د روزګان ولايت د دهراوود، خاص روزګان، چهارچينو او سراب، د دايکنډي ولايت د ګجران، د کندهار ولايت د نيش او خاکريز، د فراه ولايت د خاک سفيد، بکوا او دګلستان، د هرات ولايت د غوريانو، د تخار ولايت د اشکمش او د هلمند ولايت د موسى قلعه په ولسواليو او د ګرديز ښار او د کاپيسا ولايت د مرکز په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ٢١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ ٢٨ تنه ټپيان او ٩ تنه نوريې له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره ونيول شول او يو شمېر ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
بايد وويل شي چې د دښمن د درندو وسلو د ډزو او په واټونوکې د ښخ کړى شويو ماينونو د چاودنو له امله د ملي اردو١٠  تنه منسوبين شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته