ورزش

په هرات کې د رمضان د جام دفوتسال سيالي دوام وموند

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٦ :
په هرات کې درمضان دجام دفوتسال سياليو په دريو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت  دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترآژانس ته وويل .
په دې سياليو  داشراق ټيم  ددريو په مقابل کې په  پنځو سره  دافغان ورزش پر ټيم ،
دنوايي ټيم  دصفر په مقابل کې په دريو سره داماني پرټيم او داتحاد ټيم  ددريو په مقابل کې په پنځو سره دوحدت په ټيم بريالي شول.
دغه سيالۍ  په هرات کې  د٦٤ ټيمونو ترمنځ  په حذفي ډول پيل شوي دي   چې په
دوام يې نن مازيګر دميهن  او آرين ټيمونه سيالي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته