امنیت

د ډار اچوونکو وسلې کشف شوې

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
د ډار اچوونکو يوه اندازه جنګي وسايل په ننګرهار ولايت کې کشف او ترلاسه شول.
له دغه انډې  څخه  يوه اندازه سپکې  وسلې دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي
دغه وسلې پرون ناوخته  کله چې نامعلوم ځاى ته ليږدول کيدې په جلال اباد ښار کې دملي امنيت دمنسوبينو له خوا کشف او ترلاسه شو.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى  باختراژانس ته وويل چې  ددغو وسلو دليږدونې په اړوند  يو تن  نيول شوى دى .
  نيول شوى  سړى حکمران نوميږي او په ډار اچوونکو ډلو کې په خپل غړيتوب اعتراف کړى دى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دطالبانو دډلې يوغړى په ننګرهار کې ونيول شو .
مطيع الله نن سهار  دملي امنيت  دځواکونوله خوا  له جلال اباد ښار څخه ونيول شو .
ده د طالبانو په ډله کې  په خپل غړيتوب اعتراف وکړ او ويلي دي  چې د ډار اچوونکو فعاليتونو ترڅنګ يې  له خلکو څخه  داشر او زکات په نامه  په زورې پيسې اخستې او طالبانو ته يې ورکولې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته