سیاست

دکورنيو چارو وزيرپه کابل ښار کې دتيرې شپې دتروريستي پيښې دټپيانو داحوالو پوښتنه وکړه .

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه
  دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي دوزير محمد اکبر خان او داندراګاندي دماشوم دروغتيا په روغتونونوکې په کابل ښار کې دتيرې شپې دتروريستي پيښې دټپيانو داحوالوپوښتنه وکړه .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ،  دکورنيو چارووزير په داسې حال کې چې دکابل ولايت دامنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي له خوا يې  ملګرتيا کيده ، دوزير محمد اکبر خان او داندراګاندي دماشوم دروغتيا  په روغتونونوکې دټپيانو او دهغوى دکورنيوله يوشمير  غړو سره دهمدردۍ اوخواخوږۍ  دمراتبو د څرګندولو ترڅنګ  په کابل ښار کې دتيرې شپې  تروريستي بريد چې دښځو ، ماشومانواو سپين ږيرو  په ګډون  د يوزيات شمير ملکي وګړو دشهادت او ټپي کيدو سبب شو په ډيرو سختو الفاظو  سره وغانده او عاملين يې  دافغانستان دخلکو دسولې او ارامۍ  دښمنان وبلل .
دکورنيو چارو وزير له بسترو ټپيانو او دهغوى دکورنيو له غړوسره په کتنه کې وويل چې دافغانستان دخلکودښمنان دسيمې له يوشمير استخباراتي  سازمانونوسره په لاس يو کولو کې نه يواځې دافغانستان دخلکو امنيت بلکې په سيمه کې  سوله اوثبات په خطر کې اچوي خو دهيواد زړور امنيتي  او دفاعي ځواکونه په بشپړې  هوښيارۍ  سره حالات تر بشپړ کنترول لاندې  لري اوهيڅکله  به دافغانستان  قسم خوړلو  دښمنانو ته اجازه ورنه کړي  چې خپلو ناوړو هدفونو ته ورسيږي .
  دکورنيو چارو وزير زياته کړه دافغانستان دخلکو ددښمنانو دغه تروريستي اوجنايتکارانه عمل دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې دهغوى دکمزورتيا  او بې وسې نښه نښانه ده .
هغوى په ښځو ،  ماشومانو اوسپين ږيرو په بريد سره  دهرې ورځې په تيريدو سره دټولنې دبيلابيلو قشرونو دکرکې او نفرت وړګرځي .
دغه راز دکورنيو چارو وزير د وزير محمد اکبر خان او داندراګاندي دماشوم دروغتيا په  روغتونونوکې په بسترو ټپيانويوه اندازه  نغدي مرسته وويشله او ددغو روغتونونو د ډاکترانو او ټولو کارکوونکو دجدي پاملرنې  اومراقبت له امله يې قدرداني وکړه او له هغوى څخه وغوښتل  چې ددغې زړه بوږ نووزنکې پيښې  دټپيانو دلاښې  درملنې  او علاج په لاره کې له هر راز امکاناتو څخه کار واخلي .
  ديادونې وړ ده چې دغه زړه  بوږ نوونکي  تروريستي پيښه تيره شپه  هغه وخت رامنځته  شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکوبار له يوه بار وړونکي  مازدا موټر څخه په استفادې سره  ځان دکابل ښار په اتمې  ناحيې  پورې اړوند دسياه سنګ  ساحې ته څيرمه وچاوه  چې زموږ  ديو زيات شمير ملکي  هيوادوالو دمرګ ژوبلې  سبب شو .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته