نړۍ

بشاراسد دسوريې دجمهوري رياست دانتخاباتو بريالى اعلام شو .

دمشق  باختر دغبرګولي  پنځلسمه :
  دسوريې اوسنى جمهور رييس بشاراسد دجمهوري رياست په وروستيو انتخاباتو کې په سلوکې داته اتيا اعشاريه اووه رايو په ترلاسه کولو سره بريالى شوى دى.
دسوريې دپارلمان داستازو دمجلس درييس جهاد لحان دبشار اسد دوو تنو سيالانو حسن نوري اوماهر حجاز  په ترتيب سره په سلوکې څلور اعشاريه درې او درې اعشاريه دوه رايې ترلاسه کړي دي .
دسوريې داساسي قانون دعالي محکمې  دڅرګندونوله مخې، په انتخاباتو کې دخلکو  دګډون کچه په سلو کې درې اويا اعشاريه دوه څلويښت و .
دغه انتخابات چې دروانې اوونۍ دسه شنبې په ورځ ترسره شول، دحکومت دمخالفينو او دنړيوالو  کتوونکو له پراخ انتقاد سره مخامخ شول او يواځې ددولت تر کنترول لاندې سيمو کې ترسره شول او په هغو کې داسد برياليتوب حتمي بلل کيدل.
   په سوريه کې دجمهوري رياست دوره اووه کاله ده .
په دغوانتخاباتو کې دبشار اسد دبرياليتوب  اعلام دسوريې دبحران  لپاره دسوله ييز حل په لارې دلاسبري احتمال کمزورى کوي
دسوريې ددولت وسله وال مخالفين دقدرت له ګډۍ  څخه  دبشار اسد دګوښه کيدو او ديو انتقالي دولت درامنځته کيدو غوښتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته