امنیت

دشپږو تنو ځانمرګو بريدو کوونکو په نيول کيدو سره په کابل کې ديو ډله ئيز بريد مخه ونيول شوه .

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
  امنيتي ځواکونو تيره شپه شپږ تنه ترويستان په کابل کې ونيول .
دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ. امنيتي ځواکونو دکابل ښار دپوليسو دڅلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې په ګډو عملياتو کې په يو کور کې  شپږ تنه تروريستان  له شپږو ځانمرګو واسکټونو، شپږ برچو او له شپيتو لاسي بمونوسره  ونيول .
  خبرځاى زياتوي دغو ترويستانو غوښتل چې يوځل بيا په کابل ښار کې  ځنځيري  بريدونه ترسره کړي چې خپلوهدفونو ته له رسيدو مخکې دافغان امنيتي ځواکونوله  خوا په کابل  کې ونيول شول .
دغه کسان  په داسې حال کې نيول کيږي چې څه موده مخکې يو شمير تروريستانو په کابل کې دترافيکو ادارې ته په ننوتو سره له امنيتي ځواکونو سره څه ناڅه اته ساعته نښته وکړه او په پاى کې وځپل  شول .
دکابل امنيتي مسوولينو داپه ډاګه نه کړه چې دغه شپږ تنه چې تيره شپه ونيول شول په کوم دولتي ځاى اويا په ملکي ساحې د ډله ئيز بريد نيت درلود .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته