فرهنګ

په اطلاعاتو دلاسرسي او دښځو دځورونې دبندولو دقانون د پوهاوي دکمپاين پاى ته ورسيد .

-کابل باختر دثور نهمه:
په اطلاعاتو دلاسرسي او دښځو دځورونې  او اذيت دبندولو په قانون دپوهاوي کمپاين چې دافغان ، ښځينه ژورناليستانو د ټولنې له خوا پيل شوى و نن پاى ته ورسيد .
دباختراژانس دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت نن دمطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوې وه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي ژورناليستو ښځو ته دروزنيزو  برنامو او په قوانينو دپوهاوي دکمپاين دترسره کولو دارزښت  په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل موږ په سياسي  ټولنيزو او فرهنګي برخو کې دښځو دشتون غوښتنه کوو  داچې ښځې دکار په چاپيريال  کې له يولړ ستونزو سره مخامخې کيږي  زموږ دفرهنګي او ټولنيز   جوړښت زيږنده دي ځکه موږ په يوه دوديزه وبيرته پاتې ټولنه کې ژوندکوو او دميرمنو دلارې پرسر زيات اغيزې او خنډونه  شتون لري يولړ ستونزې يې حل کړي دي او ديوشمير نورو په وړاندې مبارزه کوي .
سانچارکي درسنيو دتاسيس  د څرنګوالي په مقررې په پوهاوي ټينګار وکړ او ويې ويل په دې مقرره کې  دژورناليستانو دحقوقو او امتيازونو په اړوند ګټور  موارد  درج شوي دي چې په هغو پوهيدل دنارينه او ښځې په ګډون هر خبريال ته لازم دي .
سانچارکي  زياته کړه چې درسنيو دتاسيس   دڅرنګوالي  او په اطلاعاتو دلاسرسي له قانون سره سم درسنيو خاوندان مکلف دي چې دخپلو کارکوونکو دکاري قرارداد کاپي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په واک کې ورکړي چې د دخبريالانو دحقوقو او امتيازونو په اړوند دقانون دتطبيق څارنه وشي او درسنيو خاوندان له قانون سره سم له خپلو کارکوونکو سره کار وکړي .
دغه راز سانچارکي زياته کړه چې  دژورناليستو ښځو دشکايتونو دڅيړنې  او دښځو او ماشومانو دځورونې او اذيت  د بندولو دقانون دتطبيق په مقصد ، ټاکل شوې ده داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دستونزو دڅيړنې کميټه جوړه شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو معين دهېواد په کچه دخبر رسولو دشپيتو  واحدونو دجوړولو او څيړنې  خبرورکړ او ويې ويل  چې په خپل وخت کې دخبر رسونې په مقصد په دوامدار  ډول ددغې کميټې څارنه کيږي  چې لازم اطلاعات دغوښتونکو په واک کې ورکړي .
دژورناليستو ښځو دټولنې درييسې شفيقې حبيبي دپوهاوي ورکولو دبرنامې په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه برنامه په ولايتونوکې دانترنيزو په مالي مرسته پيل شوې  وه چې د  ٢٠١٧ ميلادي کال ددسمبر دمياشتې دننګرهار او  فراه په ولايتونوکې پيل شوه .
  دشفيقې حبيبي  دڅرګندونوله مخې، لومړى له دغو دريو ولايتونو څخه شپږو ميرمنو دخبر ليکنې او دښځو او ماشومانو د ځورونې دبندولو په قانون او په اطلاعاتو دلاسرسي  په قانون دپوهاوي په بېلابېلو برخوکې زد کړې وکړې .
وروسته دغو ميرمنو په خپلو ولايتونوکې  له يوشمير نورو رسانه يي کارکوونکو سره خپلې تجربې او زده کړې شريکې کړې .  دپژواک  اژانس رييس دانش کړوخيل  هم دانسانانو په ورځني  ژوندانه کې دقوانينو دارزښت  او اغيزمنتوب په باره کې  خبرې وکړې اوپه اطلاعاتو دلاسرسي دحق دقانون دساختاري  پړاونوپه باب  توضيحات ورکړل او ويې ويل په اطلاعاتو لاسرسى دټولو انسانانو بشري حق دى او موږ غواړو چې دغه حق په خپل هېواد کې هم پراخ بنسټه کړو .
په دې برنامه کې دښځو او ماشومانو دڅيړنيزې موسسې  رييسې زر قا يفتلي ، دافغان ژورناليستو ښځو دټولنې غړې  زحل احد هم دښځو او ماشومانو دجنسي  ځورونې دبندولو دقانون  په باب خبرې وکړې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته