سیاست

جمهور رئیس غني د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې ١٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل یو ورځني رسمي سفر په جریان کې پرون ماسپښین د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان او چین دوستي شپېته کلنه سابقه لري او موږ غواړو چې له افغانستان سره خپلې دوستانه اړیکې لا غښتلې او پیاوړې کړو. هغه زیاته کړه، موږ د افغانستان په خاطر د اسیا زړه په کنفرانس کې  ګډون وکړ، ځکه دا کنفرانس د افغانستان دی، چې له افغانستان سره د همکاریو په موخه جوړ شوی دی.
د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جمهور رئیس ته وویل، په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس ته ستاسو راتګ به له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو همکاري زیاته کړي.
جمهور رئیس غني د افغانستان او چین دوستانه تاریخي اړیکې د ښې ملګرتیا نښه وبلله او زیاته یې کړه، چې افغانستان او چین په سختو شرایطو کې تل د یو بل تر څنګه درېدلي دي.
جمهور رئیس وویل، افغانستان د ترهګري له مستقیم خطر سره مخ دی، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه او زړورتیا د دوی پر وړاندې مبارزه کوي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان په شمال ختیځ زون کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د چین لپاره تهدید دی، موږ یې پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او توقع مو دا ده، چې چین به له ترهګرو سره د موثرې مبارزې په موخه د افغانستان د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان د پانګونې په برخه کې د نړیوال اسیایي انکشافي بانک AIID د  غړیتوب غوښتنه لري، چې دغه غړیتوب به د اورګاډي د کرښې د غځولو، زېربناو او واخان دهلیز لارې په برخه کې چې افغانستان د ځمکې له لارې له چین سره نښلوي لویه مرسته وکړي.
محمد اشرف غني وویل، د جرمني هېواد لېواله دی، چې د برېښنا د تولید، د کورونو د جوړولو او په انکشافي برخو کې د افغانستان، چین او جرمني ګډه همکاري رامنځته کړي.
جمهور رئیس وویل، هغه دوه چینایي کمپنۍ چې د افغانستان د کانونو په برخه کې یې پانګونه کړې، خو کاري طرحه یې نه لرله، نو د یادې طرحې له بشپړولو وروسته به هغوی ته د کار د اجازې د ورکولو او یا نه ورکولو په هکله تصمیم نیول کېږي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د مس عینک کان قراردادي چینایي کمپنۍ چې د اورګاډي د کرښې د جوړولو ژمنه یې کړې وه، یاده کرښه یې نه ده جوړه کړې، نو د چین حکومت دې یاده کمپنۍ د خپلې ژمنې پرځای کولو ته وهڅوي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، چین غواړي، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان غاز چین ته ولېږدوي او افغانستان په دې برخه کې مرستې ته تیار دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ، چین او جرمني د ګډو همکاریو کمېټې له جوړولو سره موافقه وکړه او وې ویل، دغه کمېټه دې ژر تر ژره جوړه شي، چې د همکاریو په برخه کې عملي اقداماتو او همکاریو ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي وانګ یي وویل، د اورګاډي کرښې او برېښنا د تولید په برخه کې همکاري د چین د اقتصادي ودې او پانګونې لپاره هم مهمه ده او ملاتړ یې کوو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، د پانګونې په برخه کې نړیوال اسیایي انکشافي بانک کې د افغانستان د غړیتوب هر کلی کوو.
هغه زیاته کړه، موږ حاضر یوو چې له ترهګرو سره د مبارزې په خاطر چې د چین لپاره هم یو تهدید دی، له افغان حکومت سره د امنیتي معلوماتو د شریکولو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته