امنیت

په تخارکې دوه تنه د جنايي جرمونو په شک ونيول شول

کابل/د مرغومي ۲۲ مه/باختر
د تخار پوليسو نن يو سړى د وژنې په اړوند ونيو.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوى کس تېره شپه يو سړى يې د چړې په ګوزار سره د دغه ولايت تالقانو ښار ته څېرمه وواژه.
هغه وويل چې پوليسو دغه قاتل چې تښتيدلى و نن سهار له تلاقان ښار څخه ونيوه او پيښه تر خيړنې لاندې ده .
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو په تالقانو ښارکې يو سړى له ٤٥٠ ګرامه هيرويينو سره ونيو.
ختم- عطاالله -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته