ورزش

راشد خان د هند په غوره ليګ سياليو کې غوره لوبغاړی وپېژندل شو

باختر د غويي دمياشتې ١٦ نېټه :
د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړی راشد خان چې د  هند په غوره ليګ سياليو کې لوبېږي،  پرون  د حيدرآباد د سن رايزر ټيم لپاره د ښې لوبې په خاطر د مسابقې غوره لوبغاړی  وپېژندل شو.
راشد خان په څلورو آوورونو کې دوه  لوبغاړي وسوځول.
دا د هند د غوره ليګ د سياليو له پيله تر اوسه درېيم ځل دی چې راشد خان د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کوي.
حاضر دمه د حيدر آباد سن رايزر لوبډله د هند د غوره ليګ د سيالو د جدول په سر کې ده.
د هند په روانو سياليو کې د راشد خان په ګډون د افغانستان درې لوبغاړي ګډون کوي.   پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته