امنیت

دوه تنه ډاراچوونکي په سرپل کې ووژل شول

سرپل  باختردتلې دمياشتې ١٤ نيټه :
دوه تنه ډاراچوونکي پرون  دسرپل ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن  نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال کسان د سوزمه قلعه ولسوالۍ په ګورکاپ کلي کې  له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې  ووژل شول
ده زياته کړه په دې  جګړه کې څلور تنه نور مخالفين ټپيان شوي دي.
ديوبل خبرله مخي ؛  يوماين  دبغلان ولايت د ډندغوري د هژده کوتل په مربوطاتو کې  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړۍ پلې لوا دلومړي کنډک دماينونو دشنډولو دټيم  له خوا کشف اوشنډکړاى شو .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته