کابل باختر دليندۍ درې ويشتمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات نن د ملي تياتر له کارکوونکو سره په کتنه کې د هغوى ستونزې او غوښتنې واوريدې .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د ملي تياتر يوشمېرکارکوونکوخپلې يولړ ستونزې او چلنجونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره طرحه کړې او د خپلو کاري چارو د ښه والي په خاطر يې د مناسبو وسايلو او امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هنر او هنرمندانو او په تېره بيا په هېوادکې د تياتر د ممثلانو رول ارزښتناک وباله او څرګنده يې کړه چې له محدودو امکاناتو سره سره د بېلابېلو برخو په تېره بيا د تياتر هنرمندانو زيات کړاوونه ګاللي او د خپلو هنرونو په برخه کې ښه ځليدلي دي .
دغه راز ده د دې ترڅنګ چې ټينګار وکړ چې هغوى په خپلو اړوندو کاري برخو کې زياتې هلې ځلې وکړي؛ د ملي تياتر کارکوونکو او ممثلانو ته يې ډاډ ورکړ چې د هغوى د ستونزو په لرې کولوکې به لازم اقدامات وشي .
0 1 دقیقه لوستل