سیاست

روسيه نه پريږدي چې امريکا دافغانستان دسولې په کنفرانس کې ګډون وکړي.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢
دامريکا دفوربز خپروڼې په خپلې نوې ګڼه کې يو رپوټ ليکلى دى چې عنوان يې دى روسيه نه پريږدي امريکا دافغانستان دسولې په کنفرانس کې ګډون وکړي او دتروريستو طالبانو ملاتړ کوي.
دليکوال اشاره هغه کنفرانس ته دى چې دچارشنبې په ورځ دسيمې دشپږو ځواکمنو هيوادونو داستازو په ګډون دمسکو په کوربه توب جوړ شو.
دمقالې ليکوال په دې باور دى چې دمسکو په کنفرانس کې روسيه، چين ،پاکستان او دايران هيوادونه يوې خواته و او افغانستان او هند په بل لوري . دمقالې په دوام راغلى دى، پاکستان ، ايران او روسيه د طالبانو د ډلې ملاتړ کوي او چين هم تيرکال له دغې ډلې سره مستقيمې اړيکې ټينګې کړې او په دې وروستيو وختو کې چينايي پوځي موټرونه په افغانستان کې ليدل شوي دي.
دفوربز خپرونې طالبان هغه ډله بولي چې ،ملکي وګړو تروريستي بريدونه کوي.
دفوربز دخپرونې دمقالې ليکوونکى په دې باور دى چې دمسکو کنفرانس ته دناتو دغړو هيوادونو نه بلل سپکاوى کوونکى دى .ځکه دغو هيوادونو له نورو زيات په افغانستان کې دسولې ،پراختيا ديموکراسى او دقانون دواکمنۍ د ټينګښت لپاره هلې ځلې کړې دي.
دمقالې په پاى کې له دې امله خواشيني څرګنده شوې ده چې روسيه چين ،ايران او پاکستان دافغانستان دمنتخب حکومت دملاتړ پرځاى د طالبانو د ډلې ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته