اقتصاد

دافغانستان دهوايي حريم دساتنې لپاره دعلاقمندو شرکتونو پيشنهادونه وړاندې شول .

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه :
ددريو شرکتونو دتخنيکي برخې وړانديزونه په دې بريالي شول چې دافغانستان دهوايي حريم دکنترول دقرارداد داخستلو په خاطر  وروستى پړاو يعنې دمالي وړانديز منل کيدو ته لاره پيداکړي .
دباختراژانس دخبر له مخې دوړانديزونو  دپرانستلو په مراسمو کې چې دهوايي چلند دادارې دعملياتي مرستيال محمد شاه حبيبي  د ډګرونو درييس کپتان  عادل رسولي   او دشرکتونو دمسوولينو په ګډون پرځاى شوي و له شپږو علاقمندو   شرکتونو څخه ددوى دوړانديزونو له څيړنې  وروسته ، ددريو شرکتونو دتخنيکي برخې وړانديز وکولاى شول چې دهيواد دهوايي حريم دکنترول  دقرارداد داخستلو په خاطر ، وروستى  پړاو يعنې دمالي وړانديز  منل کيدو ته لاره پيدا کړي .
همدا اوس دتدارکاتي  بهير دوروستيو پړاونو دبشپړولو  په مقصد دمناقصې بهير دوام لري او هيله کيږي چې دټولو داوطلبيو په پاى   ته رسيدو سره  يوله دغو دريو شرکتونو څخه دهوايي حريم دکنترول دقرارداد دګټوونکي په توګه وپيژندل شي .
دغه راز ګټوونکى شرکت بهرني ماهران استخداموي او ددندو دلايحې او دشرط پاڼې له مخې به چې  دافغانستان ددولت له خوا برابرې شوې دي عمل وکړي .
دګټوونکي  شرکت کارکوونکي او ماهران  په مستقيمه توګه دملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې ته رپوټ ورکوي او دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې دفني کارکوونکو په مرسته به دهيواد دهوايي حريم په کنترول  پورې اړوندې  چارې پرمخ بوځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته