امنیت

په کونړ کې څوارلسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دسلواغې  اووه ويشتمه :
په کونړ ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه پرون ناوخته په دانګام ولسوالۍ کې ونښته چې يرغلګرو دپوځيانو دګزمې  په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان  په ختيځ کې  دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل  جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دګزمې په کاروان  بريد وکړ .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته