ښرنه باختر د وږي ۳۱ مه
د پکتیکا ولایت په سرحوضې ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښتې شوې چې پر مهال یې څلورو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې،تېره شپه د سرحوضې ولسوالۍ په شاطورو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.
سرچینه زیاتوي چې، په دغه نښته کې دوه تنه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور سخت ټپیان شوي دي.پای/وصال