سیاست

جمهوررئیس غني په کابل کې د تېرې شپې تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

کابل باختر د  مرغومي ١٦ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام په ایمرجنسي روغتون کې د هغو ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه چې تيره شپه د کابل مکروریانونو په بنایي سیمه کې د ترورېستي پېښې له امله ټپیان شول.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ.
د بلوا ضد پولیسو د ټپي شویو منسوبینو د پوښتنې پرمهال د دغه روغتون معالجو ډاکټرانو د هغوی د روغتیایي حالت او درملنې د څرنګوالي په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د خدای (ج) په دربار کې د دغې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او د ایمرجنسي روغتون له مسوولینو یې وغوښتل چې د ټپیانو په درملنه کې  له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
د دغه روغتون مسوولینو او معالجو  ډاکټرانو جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې ټپیانو ته پر وخت د رسیدګي او درملنې لپاره  به خپلې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.# پاى – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته