اقتصاد

د جلال اباد ښاروالۍ دوه تنه کارکوونکي د بډې اخيستنې په تور ونيول شول

کابل /د وږي ١٧مه /باختر
د جلال اباد ښاروالۍ دوه تنه کارکوونکي نن د بډې اخيستني په تور ونيول شول.
د جلال اباد ښاروالي د ساختماني رياست دغو دوو کارکوونکو غوښتل د پيسو په بدل کې يوځوان په کار وګوماري.
تراوسه پورې د دغو دوو کارکوونکوهويت او د پېښې زيات جزييات معلوم نه دى .
د جلال اباد ښاروالي يومسوول له باختراژانس سره په اړيکه کې د بډې اخيستنې په تور د خپلو دغو دووکارکوونکو نيول تاييد کړ او ويې ويل چې نيول شوي کسان د تحقيقاتوپه خاطر امنيتي بنسټونوته سپارل شوي دي
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته