اقتصاد

د ۸۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۸ پروژو منظوري

کابل باخترد وږي ۲٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې تير ماښام په ارګ کې ۱۰ تدارکاتي مورده وارزول چې د ۸۲۱ میلیونو  افغانیو په ارزښت یې ۸ مورده منظور کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
• د لوړو زده کړو وزارت د ریفورم پروژې په ګډون د عامې روغتیا وزارت د صحي تاسیساتو د اړتیا وړ طبي مصرفي موادو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه؛
• د فواید عامې وزارت اړوند د ۸۲ کیلو مترو په اوږدوالي د قیصار-لامان حلقوي سړک اول او دویم سکشن ډېزاین د مشورتي خدمتونو پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه؛
• په درې لاټونو کې د ملي دفاع وزارت د جنراتورونو د اساسي، متوسطه او متفرقه ترمیماتو لپاره د لازمو ضمني خدمتونو او اجناسو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه؛
• د ملي اردو د ساحوي قطعاتو او جزوتامونو د ۱۳۹۷ مالي کال د اشپزخانې د اړتیا وړ درې قلمه سون توکو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه؛
• د ملي دفاع وزارت د مخابرې ریاست د ستراتیژیکو اړیکو د نوري فایبر د ساحوي او مرکزي شبکې د ۴۳ سایټونو د کېبل تمدید د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه؛
له بلې خوا دملي تدارکاتو کمېسیون د کور او ښار جوړولو وزارت د تصدیو لپاره د صلاحیتونو د زیاتوالي منظوري تائید کړه او د تصدیو له کار څخه یې د مدني ټولنو او خلکو پر لا زیاتې څارنې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې دملي تدارکاتو کمېسیون د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې اړوند د ۶۵۰ بایومتریک پایو د اخیستو پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه د لا زیاتې تخنیکي ارزونې په موخه بېرته وروګرځوله.
دملي تدارکاتو کمېسیون د کابل ښاروالۍ د ښاري ترانسپورټ د ښه موثریت پروژې اړوند  د ۳،۹۶ کیلومتره سړک د دولسم لاټ اسفالت پروژې د جوړولو د ورکړې قرارداد غوښتنه رد کړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني یوځل بیا د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د کارموندنې او داخلي شرکتونو لپاره د فرصت رامنځته کولو په خاطر دغه پروژې باید داخلي شرکتونو ته د داوطلبۍ  لپاره وړاندې شي.
غونډې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې د راپور د تحقق په موخه د افغان ټيلي کام شرکت د اړتیا وړ د سیمکارت او سکرچ کارت د برابرولو او د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندانۍ د دېوال احاطې او پلچک ساختماني چارو د ورکړې د منظورۍ پروژې قراردادونه  منظور کړل.
په دې غونډه کې د ملي شورا د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا دمتحده ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته