سیاست

حامدکرزي : موږ د امنيتي تړون په لاسليک کولوکې بيړه نه لرو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن د ځوانانو او د ملي مسئلو په کنفرانس کې د خپلې هر اړخيزې وينا په ترڅ کې په هيوادکې له بېلابېلو روانو سياسي مسئلو سره اړيکې ونيولې او دکابل- واشنګتن ترمنځ يې د امنيتي تړون د لاسليک کولو په باره کې يوځل بيا په دې اړوند د افغانستان په شرايطو باندې ټينګار وکړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دغه کنفرانس نن سهار د افغانستان دملي راډيو -ټلويزيون په تالارکې جوړ شو .
جمهور رييس په خپل وينا کې په هيوادکې له بېلابېلو سياسي او نظامي مسئلو سره اړيکې ونيولې او له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو په باره کې وويل چې د افغانستان دملي واکمنى درناوى وشي، په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو شتون د هيواد د ملي واکمنۍ دکمزورتيا سبب نه شي، د افغانستان دکورنيو او د خلکو د دودونو او عنعناتو درناوي وشي او زموږ په مملکت کې هيڅ راز لاسوهنه ونه لري. په کرايي کورکې د اوسيدونکي په شان وې د هيواد په يو ګوټ کې کښيني.
جمهوري رييس دغه راز ټينګار وکړ: نور افغانستان پوهيږي او د هغه دودونه او رواجونه .
حامدکرزي زياته کړه: امريکايان د امنيتي تړون په لاسليک کولوکې بيړه لري؛ خو موږ کوښښ کوو چې دغه موضوع په سمه توګه ترسره شي او بيړه نه لرو.
جمهور رييس په دې وينا کې يوځل بيا ټينګار وکړ چې انتخابات به ښه توګه ترسره شي، بايد د انتخاباتو د ترسره کولو زمينه برابره شي او امنيت رامنځته شي .
حامد کرزي وويل: زه په انتخاباتوکې په مطلق ډول بيطرفه يم. ماته د وياړ ځاى دى چې انتخابات ترسره شي او نوى جمهور رييس انتخاب شي او زه په آرام فکر په خپل کورکې کيښينم.
دکنفرانس په بهيرکې ځوانانو له جمهور رييس څخه يو لړ پوښتنې طرحه کړې چې هرې يوې ته ځواب وويل شو.
د خبر زيات جزييات وروسته ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته