ورزش

د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم يو لوبغاړى د هند له يوه ټيم سره يوځاى شو

کابل باختر دوري  دوه ويشتمه :
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم لوبغاړى حميدالله کريمي د هند د ډيلي يونايتد له ټيم سره يوځاى شو.
دغه لوبغاړى به له دې وروسته د هند د دويم ټيم په ترکيب کې لوبه وکړي.
دباختر آژانس دخبرله مخې:
٢٦کلن کريمي لومړى د توفان هريرود ټيم په ترکيب کې لوبه کوله چې بيا  د هېواد د فوټبال له ملي ټيم سره يو ځاى شو.
د هند د دويمو ټيمونو سيالۍ هر کال په دغه هېوادکې ترسره کيږي او په دغو سياليوکې د لوبې لپاره د نورو هېوادونو د لوبغاړو ټاکنه معمولي کار دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته