سیاست

دجمهور رييس دمرستيال قانونپوه سروردانش په وړاندې دکابل ښاروالۍ او دقراردادي شرکتونو ترمنځ شپاړلس مهم قراردادونه لاسليک شول .

 کابل باختر دغبرګولي پنځه ويشتمه :
دجمهور رييس  دمرستيال ، دکابل ښاروالۍ دسرپرست عبدالله حبيب زي  ،  دکابل ښاروالۍ دمشرتابه هيئت  ،  دکابل دولايتي شورا دغړو ، دګذر دوکيلانو او درسنيو دخاوندانو په شتون دقراردادي شرکتونو او دکابل ښاروالۍ ترمنځ  دسړک جوړولو شپاړلس قراردادونه لاسليک شول .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دقراردادونو دلاسليک کولو په دې  غونډه کې  دجمهور رييس دمرستيال قانونپوه سروردانش په وروستيو ترخو پيښو کې دخلکودمظلومو شهيدانو او  دهېواد په ګوټ ګوټ کې ددفاعي او امنيتي ځواکونودټولو شهيدانو پاک روح ته د درود داستولو په ترڅ کې  وويل چې ددولت او  هېواد په وړاندې دټولو سياسي او امنيتي  ستونزو او چلنجونو تر څنګ ،  دخوشحالۍ ځاى دى چې دکابل ښار اوسيدونکي دخلکو دستونزو دڅيړنې او حل کولو او دهېواد په پايتخت کې  دبيا رغاونې اوانکشافي پروګرامونو دتطبيق په لاره کې  دنيکو اقداماتو او اوچتو ګامونو شاهدان دي .
ده  دکابل ښاروالۍ  دسرپرست عبدالله حبيب زي  دکړنو او فعاليتونو له امله  قدرداني وکړه او ويې ويل له هغې ورځې څخه چې دى دکابل ښاروالۍ دسرپرست په توګه ټاکل شوى دى  ددغې ښاروالۍ په فعاليتونوکې  ديادونې وړ  اصلاحات او پرمختګونه رامنځته شوي دي او په بيلابيلو برخو کې  ديادونې وړ  تحرکات ترسترګو کيږي .
  دجمهور رييس مرستيال دملي ژوندانه او دښاري پراختيا دچارو په تنظيم کې دخلکو او ښاروالۍ اساسي او بنسټيز رول ته  په اشارې سره وويل  چې داساسي قانون له مخې دټولو ښاري چارو او په ټولو برخو کې دمديريت لپاره ښاروال او دښاروالۍ منتخبو غونډو ته  بشپړ صلاحيت  ورکړ شوى دى .
ده وويل  داپه دې مانا ده  چې ښاروالي يو مستقل او غير حکومتي کليدي بنسټ او دهر ښار دخلکو دارادې  تمثيلوونکي  ده او مکلفه ده چې دخپلو امکاناتو اوبودجې په حدودو کې له هر راز توپير پرته او د هېوادوالۍ  دبرابرو حقوقو له مخې  او دخلکو له غوښتنې سره سم ټولو ښاريانو ته ښاري خدمتونه تامين کړي .
  قانونپوه سروردانش وويل  چې په وروستي  يوه نيمه لسيزه کې کابل ښار او کابل ښاريانو له پرمختيايي  پروګرامونو او مرستو څخه  ډيره ناڅيزه ونده لرله  لاتراوسه پورې هم په کابل کې تجريد زيات دى . او دښار زياتره وګړي دښار په څنډو کې په داسې ډول ژوند کوي چې په مناسبو او اړتيا وړ خدمتونو له لاسبري څخه بې برخې دي .
دجمهور رييس مرستيال  له فساد سره دمبارزې او داجرااتو دبهير  داسانولو او کابل ښاريانو ته  دمناسبو او معياري خدمتونو  دوړاندې کولو لپاره  دښاروالۍ په چارو کې  داصلاحاتو په اړتيا باندې  ټينګار وکړ چې بايد دکابل ښاروالۍ تشکيل  له سره له اصلي او لازمو معيارونو  سره سم بيا وڅيړل شي . او دمرکز او ناحيو په ټولوبستونو کې مسلکي ، متخصص ، دزده کړې خاوند ، ځوان ، انرژي لرونکي ، پاک نفسه او باکفايته  اشخاص وګومارل شي .
  قانونپوه دانش  دښارواليو په څارنه او  انتخاب کې  دخلکو رول ته په اشارې سره وويل  ددې وخت رارسيدلي دى  چې دولت او په خاصه توګه  ښاروالۍ او دانتخاباتو خپلواک کميسيون  له دې زيات بې پروايي ونه کړي او داساسي قانون حکم  تطبيق کړي . او ښاروالان او دښاروالۍ مجلسونه او لږ ترلږه  دهېواد دمهمو ښارونو ښاروالان  دخلکو دازادو  عمومي او مستقيموانتخاباتو له لارې وټاکل شي .
  قانونپوه دانش په مناسبو  عمومي خدمتونو دلاسرسي ،  دمعياري سړکونو دنشتوالي ، د شنې فضااو دعمومي پارکونو دنشتوالي ، دعمومي ترانسپورت دنشتوالي ، داوبو اوبريښنا دنه لرلو او په زياترو ناحيو کې  دښوونځي ، کلينيک او روغتون دودانۍ  دنه لرلو په برخه کې  دکابل ښاريانو ستونزو ته  په اشارې سره شته ستونزې بيان کړې او ويې ويل  چې کابل ښاروالۍ دې بايد په دې لاره کې  اغيزمن ميکانيزم او پروګرامونه ولري .
دجمهور رييس مرستيال اصنافو او ګرځنده پلورونکو ته دخاصو بازارونو او ځايونه ټاکنه ،  دروزنيزو ،  درملنې ، خدماتي او داداري مرکزونو جوړول او يا ځاى پرځاى کول ، دخصوصي برخې دجذب لپاره هلې ځلې او په ښاري  پروژو کې دپانګونې په لاره کې  هغوى ته  داسانتياو برابرول او دکابل ښاروالۍ له ادارې سره  دکابل ښاريانو همکاري  دښاري خدمتونو دښه والي په لاره کې  اغيزمن عوامل وبلل .
په دې غونډه کې دکابل ښاروالۍ سرپرست  عبدالله حبيب زي هم وويل  هغه قراردادونه  چې نن له قراردادي شرکتونو سره  لاسليک شول دکابو دوه سوه پنځه اتيا  کيلومترو په اوږدوالي دسړک جوړول  احتوا کوي  چې دکابل ښار په بيلابيلو سيمو کې به تطبيق شي .
ده وويل چې په روان کال کې به  په کابل ښار کې  کابو ٣٧٥کيلومتره سړکونه جوړ شي  .
دکابل ښاروالۍ سرپرست هم  په کابل کې  دبسونو دميترو دلومړى کرښې دجوړولو خبر ورکړ چې  دبره کي په ساحه کې نن  دجوړولو کار يې  پيل شو .
  حبيب زي  دغه راز  دروان کال ترپاى پورې  په کابل کې دشپږو تفريحي پارکونو  دجوړولو خبر ورکړ  او ويې ويل  چې دشنې فضا برابرول ، دسطحي اوبو مديريت ، دواټونو روښنول او ښکلي کول اودمناسبې پټې دورکولو دسيستم  برابرول  دکابل ښاروالۍ کاري لومړيتونه دي  چې په روان کال کې دتطبيق  او عملي کولو کار يې  پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته