کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ دغيزانو ټيم دپيوستون جام دواليبال دسياليو وروستي پړاوته لاره وموندله.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په هغې لوبه کې چې نن سهار دهندوانو او غيزانو د ټيمونو ترمنځ وشوه لوبه ديوې په وړاندې په دريو سره دغيزانو ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم دپيوستون دجام دواليبال وروستۍ پړاوته لاره وموندله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ