اقتصادTOP

د ماليې وزارت وياند: ټولو دولتي کارکوونکو ته د درېيو مياشتو معاشونو ورکول پيل شول

کابل / د لړم٢٩/ باختر:
د ماليې وزارت وياند وايي دولتي کارکوونکو ته د دريو مياشتو معاشونو ورکول پيل شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د افغانستان د اسلامي امارت د ماليې وزارت وياند احمدولي حقمل نن د عوايدو له رييس معراج محمد معراج سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل چې د ټولو دولتي کارکوونکو د وږي، تلي او لړم مياشتو درې مياشتني معاشونه ورکول پيل شول.
هغه وويل: د دريو مياشتو معاش به له پخواني معيار سره سم د بانکونو له لارې ټولو کارکوونکو ته ورکول کيږي.
نوموړي د مسلکي معاشونو په اړه وويل چې د لوړو زده کړو اوعامې روغتيا وزارتونو اود علومو اکاډمۍ کارکوونکو ته کادري او مسلکي معاشونه ورکول کيږي.
هغه د متقاعدينو امتيازاتو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل؛ د افغانستان اسلامي امارت د متقاعدينو د امتيازاتو ورکولو ته ژمن دى او د متقاعدينو د معاشونو د ورکړې لپاره هڅې روانې دي.
حقمل د قراردادي شرکتونو د پورونو په اړه وويل: تېرحکومت درې ميليارده افغانۍ د قراردادي شرکتونو پوروړى دى د افغانستان اسلامي امارت د کارکوونکو د معاشونو او ورځني لګښتونو له ورکړې وروسته به د دوى د پورونو په اړه به تصميم ونيسي.
په دې غونډه کې د ماليې وزارت دعوايدو لوى رييس معراج محمد معراج د افغانستان اسلامي امارت دعوايدو د زياتوالي خبر ورکړ او ويې ويل: اسلامي امارت په تېرو دريو مياشتو کې شپږويشت ميليارده نهه سوه پنځلس ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي چې له دې جملې دولس ميليارده نهه سوه ديرش ميليونه يې له ګمرکاتو څخه او څوارلس ميليارده او پنځلس ميليونه افغانۍ له عوايدو څخه ترلاسه شوي دي.
هغه زياته کړه د خصوصي مخابراتي شرکتونو د کريديټ کارتونو لس سلنه ماليه په شفاف ډول د افغانستان اسلامي خزانې ته ځي.
معراج وويل: د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې د سي کولا سيسټم فعال دى او له دې لارې دصادراتو او سوداګريزو مالونو عوايد راټولېږي.
هغه يادونه وکړه چې متحده عربي امارات د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې ودې ته ژمن دى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته