اقتصاد

په کراچۍ بندرکې افغان سوداګروته اسانتياوې برابرې شوې دي

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٦
په کراچۍ بندرکې له دې وروسته د افغانستان د سوداګرو په سلوکې ٩٥ مالونه له پلټنې معاف شول.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين مزمل شينواري چې نن يې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو په خونه کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: د هيواد سوداګروته دغه اسانتياوې پاکستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس په وروستى سفر کې برابرې شوې.
ده وويل: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دپاکستان له صدراعظم او د دغه هيواد له نورو مقاماتو سره د غونډو په ترڅ کې په پاکستان کې د افغان سوداګرو د سوداګرۍ له ترانزيت د لارې پرسر پراته چلنجونه او ستونزې طرحه کړې چې د پاکستاني مقاماتو له خوا د افغان سوداګرو د موجودو ستونزو د لرې کولو ژمنه وشوه.
د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت معين زياته کړه: په دغو غونډوکې د هيواد جمهور رييس په دقيقه او هر اړخيزه توګه په افغانستان کې د پانګې اچونې باالقوه فرصتونه بيان کړل او له پاکستاني سوداګرو سره يې ژمنه وکړه چې دافغانستان په بندرونوکې به پاکستاني سوداګرو ته ځمکه، بريښنا او بشپړ امنيت په پام کې ونيول شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل هيئت رييس عتيق الله نصرت په دې خبري غونډه کې وويل: اوس د افغاني سوداګرو مالونه د کراچۍ بندر له لارې وارديږي چې د ګمرکي پړاوونو په بشپړولوکې ځنډ رامنځه کيږي او افغان سوداګرو ته زيان لګښت لري او د هغه تفاهم ليک له مخې چې د دواړو هيوادونو د مقاماتو له خوا لاسليک شو؛ د کراچۍ په بندرکې د افغان سوداګرو په سلوکې ٩٥ مالونه له امنيتي پلټنې څخه معاف شول .
نصرت زياته کړه: د افغانستان او پاکستان د ترانزيتي تړون د بيا کتنې په اړوند د پاکستان صدراعظم د دغه هيواد مقاماتو ته لارښوونه کړې ده چې په دې برخه کې دې سملاسي اقدامات وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته