کابل باختر د تلي څوارلسمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر يوسف نورستاني نن مازيګر په څلورو بجو د جمهوري رياست دانتخاباتو داحتمالي کانديدانو دنوم ليکنې پروګرام په رسمي ډول پاى ته ورساوه ، خو ويې ويل هغه کسان چې له څلورو بجو څخه مخکې کميسيون ته راغلي دي نومونه يې ليکل کيږي .
دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې دجمهوري رياست داحتمالي کانديدانو دنوم ليکنې له مرکز څخه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې ، تراوسه پورې ډاکتر فاروق اعظم ، ډاکتر انور الحق احدي ، هدايت امين ارسلا ، عزيزالله لودين ، نور رحمن ليوال، او سلمان علي دوست زاده او ښايي څو تنه نور کانديدان نوبت ته منتظر دي چې داحتمالي کانديد په توګه نومونه وليکي .
دغه احتمالي کانديدان دمازيګر له څلورو بجو څخه مخکې کميسيون ته ننوتلي وو ، اونومونه يې ليکل کيږي خو که نور وغواړي نومونه وليکي دکانديدانو دنوم ليکني پروګرام د مازيګر په څلورو بجو پاى ته ورسيد .
0 1 دقیقه لوستل