ټولنه

د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٠ مه
د ارواښاد انجنیر احسان الله د مړينې په اړه د انجنیر محمدخان د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د حزب اسلامي تکړه مجاهد، د هېواد فرهنګي شخصیت او د سره ښکیلاک پر وړاندې مبارز شخصیت احمدالله مشهور په انجنیر احسانه الله له فاني نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.
انالله و انا الیه راجعون
انجنیر احسان الله د هېواد د هغو باتورو او باشهامته شخصیتونو له ډلې څخه ؤ چې د سره پوځ دیرغل پر وړاندې یې د هېواد د استقلال او ازادۍ لپاره خپلې قیمتي خولې تويې کړې او په پوره مېړانه او شهامت یې د دغه لوی او غیور ملت له عزت او وقار څخه دفاع وکړه.
خدای بښلی د جهاد او مبارزې د هغو سر لارو له ډلې څخه و، چې د سره پوځ د مداخلاتو په لومړیو کې یې د اسلامي نهضت په چوکاټ کې خپلې مبارزې ته ملاوتړه او دا یې جوته کړه چې په هر قېمت د خپل ولس، خاورې او هېواد دفاع ته چمتو دی.
خدای بخښلي انجنیراحسان الله د حزب اسلامي د فرهنګي کمېټې د غړي اومرستیال، د اندراب د جبهې آمر، د کابل د جبهې مسؤل د کونړد جبهې دآمر په توګه ، همدارنګه د حزب اسلامي د فرهنګي مرستيال او د مجاهدینو د بریالیتوب نه وروسته د اسلامي دولت لخوا د بغلان د والي په توګه دندې ترسره کړې.
د انجنیر احسان الله مړینه د جهاد لویې کورنۍ، ولس او فرهنګ ته یوه لویه ضایع کڼم او د الله تعالی له دربار څخه غوښتنه کوم چې د مرحوم هغه هڅې او منډې ترړې چې د خپل خالق د خوشحالۍ او رضا لپاره يې د خپل هېواد د دفاع په خاطر کړې په خپل در کې قبولې او منظورې کړي.
د انجنیر احسان الله کورنۍ، د حزب اسلامي ټولو متعهدینو په تېره بیا د بغلان ولایت مجاهد پرور ولس ته د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې مراتب وړاندې کوم او د الله تعالی له دربار څخه مرحوم ته د جنت فردوس او خپلوانو ته يې د جمیل صبر هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته