امنیت

نهه تنه ډاراچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
نهه تنه ډار اچوونکي په کونړولايت کې د هوايي ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ډيورندکرښې ته څېرمه د دوى په مرکزونو  بريدونه وشول .
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د بې پيلوټه الوتکو په دې بريدونوکې نهه  تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل چې په دغو ډار اچوونکو د ډيورند کرښې ته څېرمه د دوى په پټنځيو بريدونه وشول.
د يوبل خبرله مخې:
پوځيانوپه کونړولايت کې د عملياتو په بهيرکې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو د دوو  ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې دڅوکۍ او ماڼوګي په ولسواليو کې د ډار اچوونکو په يوه پټنځي ساتل کيدې چې له هغوڅخه په لسګونوسپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي .
ديوبل خبرله مخې:
په کونړ ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار د کونړ ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډکړل.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته