ټولنه

په ننګرهار کې په زرګونو ښځې په خپلو پښو ودريدې .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
په ننګرهار ولايت کې څه دپاسه يوولس زره تنه ښځې  دلاسي صنايعو په توليداتو بوختې دي .
دننګرهار ولايت دښځو دچارو ريسې دباختراژانس سيمه  ئيز خبريال ته وويل چې دغه ښځې  په خپلو دستګاو کې دلاسي صنايعو   په توليداتو  بوختې دي او له دې لارې  دخپلو کورنيو نفقه برابروي .
  دننګرهار ولايت دښځو دچارو رييسې  او يوشمير ښځو دخپلو ستونزو دحل کولو په موخه  دننګرهار له والي سره خبرې وکړې .
  دننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دغه ولايت کې زياتو ښځو ته دکار دزمينې دبرابرولو ژمنه وکړه .
دننګرهار والي په دغه ولايت کې په خپلوپښو دزرګونو ښځو دريدل ددغه ولايت  دښځو دچارو  درياست دارزښتناکو  خدمتونو زيږنده   وبلل او په دې لاره کې  دښځو دچارو له رياست سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته