امنیت

دکورنيوچارو وزارت يو جګپوړى هيئت هرات ته لاړ

کابل- باختر دلړم دمياشتې ١٧
دکورنيو چارو وزارت اداري معين پاسوال اکرام الدين ياور د يو هيئت په مشرۍ هرات ته ورسيد.
پاسوال ياور د هرات ولايت له امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره او د پوليسو له نورو جګپوړو مسوولينو سره په کتنه کې د خپل سفر هدف د امنيتي حالت څيړنه او دپوليسو د ستونزو لرې کول اعلام کړ.
ده وويل : په دې سفرکې د پوليسو د ځواکونو اوخلکو ترمنځ دښو اړيکو دټينګښت او د ټولنيزو خدمتونو د ودې په خاطرهم هلې ځلې کيږي.
ديوبل خبرله مخې د هرات امنيه قوماندان وايي: په نږدې راتلوونکي کې د پوليسو يوه څلويښت کسيزه قطعه د ښار د امنيت د تامينولو او نظم د ساتنې په خاطر وګومارل شي.
پاسوال سميع الله قطره د پوليسو د تعليمي ټولى د افسرانو په غونډه کې وويل: دغه څلويښت کسيزه قطعه چې دپوځي زده کړې په حال کې ده؛ له ټولو امکاناتو سره به د ښار د نظم د تامينولو مسووليت په غاړه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته