امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د طالبان په بريدکې نهه وسله وال طالبان ووژل شول.
د هلمند د والي وياند عمرځواک باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه پيښه هغه وخت د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه چې يوې ډلې طالبانو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو پر پوستو بريد وکړ چې په دغې ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو په مقابل بريدکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: طالبان له بريد وروسته وتښتيدل او غرونو ته يې پناه يوړوه .
ديوبل خبرله مخې : د طالبانو يو قوماندان له څلورو تنو افرادو سره يې په نهر سراج ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو .
عمر ځواک د هلمند د والي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه نښته تېره شپه د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې له هغه وروسته رامنځته شوه چې طالبانو د پوځيانو پر کاروان بريد وکړ.
خبرځاى وويل: په دغې نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دى رسيدلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته