سیاست

جمهوررييس غني دعاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په کابل ښارکې د نبي اکرم (ص) په جامع جومات اوحسینیه کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ

د هېواد جمهور رئیس په دغو مراسمو کې د خبرو پرترڅ کې وویل، د عاشورا نمانځنه د عدالت غوښتنې نمانځنه او د استبداد پر وړاندې درېدل دي. د امام حسین (رض ) د انقلاب پیغام نړۍ شمول دی او ټوله نړۍ دغه پیغام ته اړتیا لري، ځکه عدالت، اصلاحات او مقاومت یو دوامدار پیغام دی.

جمهور رئیس غني زیاته کړه: عدالت د اسلام د مبین دین بنسټ دى اود افغانستان ازادي دوستو خلکو ته دامام حسين(ع) اودعاشوراد عدالت او مساوات قانون پر وړاندې د برابرۍ پيغام دى موږ ټول برابراومساوي يو اوله همدې امله نن ورځ دافغانستان ټول مسلمان ملت دغه ستره ورځ نمانځي.

ده وویل موږ بايد تاوتريخوالي اوافرطيت ته اجازه ورنه کړو او له هر راز تاوتريخوالي او افراطيت سره مبارزه وکړو ځکه افراطيت دهغه غله په شان  دى چې زموږ دماشومانو ،ښځو او هيواد راتلوونکي لوټوي او مانايې له هغو اصولو څخه سرغړونه ده چې له ١٤٠٠ کال راپه دې خوا يې موږ ته لارښوونه کړې ده.

جمهور رييس په دې ترڅ کې چې د عاشورا په ورځ د وينې دورکړې ارکلى وکړ او ويې ويل چې موږ ټول دې ته اړتيا لرو چې وينه د ژوندانه وسيله کړو،په تيره بيا دهيواد امنيتي او دفاعيي ځواکونو ته چې د حسين په شان د ناموس،عزت،خپلواکۍ ،ځمکنۍ بشپړتيا او ز موږ د راتلوونکي د دفاع لپاره په تودو سنګرونو کې دريږي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان دولت ژمن دی چې د عاشورا د حریم دفاع وکړي او د ماتم لرغونې دود په ديره ښه ټوګه اوپه ډيره عقلاني بڼه يې احيا کړي. ده د افغانستان له مسلمانو او پټمنو خلکوڅخه وغوښتل، چې دغه تاريخي ورځ په داسې ډول ونمانځي  ، چې د سراسري اتفاق او اتحاد سبب شي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، چې حسین (رض) په شان چلند دې اړتيا لري چې د امام حسین (رض) کارنامې د زړه له کومې درک کړو او عمل پرې وکړو.

په دغو مراسمو کې دافغانستان د جمهوريت د جمهور رئیس په ګډون سربيره دجمهوري رياست دویم مرستیال محمدسرور دانش، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمدضیا مسعود، د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر، دافغانستان د جمهوري رياست پخواني مرستیال محمدکریم خلیلي ، د کابینې یو شمېر وزیرانو او د ملي شورا غړو هم برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته