اقتصاد

دهرات دښاروالۍ دعوايد و زياتوالي.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢١
دهرات ښاروالۍ عوايد په وروستيو مياشتو کې زيات شوى دى .
دهرات ښاروالۍ عوايد دتلې په مياشت کې څه ناڅه شپږ ديرش مليونه افغانۍ دي چې دغه شمير دتيرکال دنهو مياشتو په پرتله په سلو کې اته ديرش زياتوالى ښيي.
دهرات ښاروالۍ دعوايدو مدير عبيد حميد الهى دبآختر آژانس خبريال ته وويل دغه عوايد دخلکو درضايت او ددغې ادارې د رغنده فعاليتونو له مخې صعودي تګلورى درلود او د دې سبب شوى دى چې په هرات ښارکې مهم بدلونونه رامنځته شي.
ده وويل دښاروالۍ دعوايدو د زياتوالى په صورت کې ددغې ادارې له خوا به د ښارى خدمتونو دوړاندې کولو کچه هم لوړه شي.
دهرات ښاروالۍ انجنير فرهاد نيايش وايي دغه عوايد د صفايى دمحصول ،د بندرونو د تهجايي ،املاکو ،صنفى جوازليکونو او نورو سرچينو په ګډوڼ له ثابتو سرچينو څخه ترلاسه شوي دي .
په همدې حال کې دښار دڅلورو دروازو عوايدو هم په سلو کې څلور ديرش لوړ شوى دى .
دهرات د ښاروالۍ مسولين وايي دتلې په مياشت کې دښار دڅلورو دروازو دښارى خدمتونو دمحصول او عوايدو له پلوه نږدې لس مليونه افغانۍ بانک ته تحويلې شوې دي چې دغه شمير دتيرمالى کال دنهو مياشتو په پرتله په سلو کې څلور ديرش زياتوالي ښيي.
دهرات ښاروالۍ يوه عايداتي اداره ده چې هرکال دجايدادونو د صفايي داخستلو دنورو پروګرامونو له لارې په مليونونو افغانۍ هوايد راټولوى او دهمدغو عوايدو له مخې خلکوته خدمتونه وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته