کابل باختر د زمري يو ديرشمه :
د ملي همغږۍ او پيوستون شورا او د ځوانانو د چارو معينيت د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو قدرداني وکړه او د هېواد يوشمېر ورزشکاران يې وستايل.
د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ملي همغږۍ او پيوستون شورا له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت له خوا په کابل کې جوړه شوې وه؛ د ملي همغږۍ او پيوستون د شورا رييس محمد انور سرابي د دې ترڅنګ چې د هېواد له امنيتي ځواکونوسره يې خپل ملاتړ څرګند کړ، ويې ويل چې په هېوادکې وسله وال پوځ او ورزشکاران ګډمشترکات لري چې يو يې د جګړې په سنګرونوکې او بل يې په ورزشي ډګرونوکې د هېواد بيرغ پورته کوي .
د جمهوري رياست سلاکار وحيدالله سباوون د اتفاق، يو والي او وحدت د ښيګڼو په بيانولو سره خلکو ته خدمت هېواد ته خدمت او د اسلام د مبين دين ترويج په هېوادکې د ستونزو په برياليتوب کې ډير مهم عناصر وبلل .
ده د هېواد ملي مصالحو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د هېواد لوړې ګټې دې بايد په ټولو چاروکې په پام کې ونيول شي او غوره وبلل شي .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات هم د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو او منسوبينو د شهيدانو په يادونې سره څرګنده کړه: موږ بايد د هېواد د ملي شخصيتونو او خادمانو په داسې حال کې چې ژوندي او د دندو د اجراکولو په حال کې دي؛ قدرداني وکړو.
ده دغه راز د هغو ځوانانو چې د زياتو زحمتونو په ګاللو سره د هېواد بيرغ په بېلابېلو نړيوالو ورزشي سياليوکې لوړ ساتي؛ مننه او قدرداني وکړه او له هغوى سره يې خپل ملاتړ اعلا م کړ .
د غونډې په پاى کې د کانګفو، فوټبال او کرکټ ټيمونو ته چې په نړيوالو سياليوکې يې په دغو څانګوکې لومړى، دويم او دريم مقامونه ګټلي و؛ د قومونو او قبايلو په چاروکې د جمهوري رياست د سلاکار وحيدالله سباوون او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ډاکتر کمال سادات له خوا کپونه ورکړى شول .
0 1 دقیقه لوستل