کابل باختر دليندۍ لومړي نيټه :
ددوسله والو طالبانو دډلې ديو قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ساعتو کې په لغمان ولايت کې دجګړو په بهير کې ووژل شول .
دغه جګړې دلغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار ته څيرمه او په الينګار ولسوالۍکې ونښتې .
دلغمان دوالي وياند سرحدي ځواک باختراژانس ته وويل:په دغو جګړو کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده زياته کړه :دغه جګړې په پوځيانو دطالبانو له بريدونو او دطالبانو په پټنځي دسرتيرو له بريد وروسته ونښتې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ