کابل باختر دکب دويمه
له شپاړس کلن څخه ښکته دهيواد دکرکټ ملي ټيم ديو لړ تمرينونه د ترسره کولو په مقصد د جلال اباد ښار ته لاړ .
دهيواد دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريد هوټک دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغو تمرينونو هدف چې اته ورځې دوام کوي دايشيا چلنج کپ دلوبو لپاره تياري دي چې دبوټان ، چېن ، مالديف ، متحده عربي اماراتو، قطر او دافغانستان دټيمونو په ګډون دفبروري دمياشتې په ٢٩ نيټه په تايلند کې ترسره کېږي .
ټاکل شوي ده له شپاړس کلني څخه ښکته د هيواد دکرکټ ملي ټيم خپله لومړي لوبه د مالديف له ټيم سره ترسره کړي .