ورزش

د شب نبرد د سياليو دويم پړاو ترسره کيږي

کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
د شب نبرد يا د رزمي ترکيبي هنرونو  مبارزې د سياليو دويم پړاو  د راتلوونکي کال د وري  د مياشتې په دريمه نيټه  په کابل کې ترسره کيږي .
په دغو سياليو کې به   شپږ افغان مبارزين   او دوه هندي مبارزين سيالي وکړي.
دشب نبر دټوليزو رسنيو د برخې مسوول   خداداد شعيب د باخترآژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل ؛  چې دغه سيالۍ  د (  اس  ال   اف  سي  ) د سازمان له خوا   د موبي ګروپ  په همکارۍ ترسره کيږي.
د ده دڅرګندونوله مخې ؛ د دغو سياليو  په دويم پړاو کې  اتو تنو مبارزينو ګډون کړى دى  چې دوه تنه هندي مبارزين  له دوو  افغان مبارزينو سره   او څلور تنه  نور افغان مبارزين  به   په خپل منځ کې سيالي وکړي.
خداداد شعيب زياته کړه چې دغه سيالۍ  به د١٣٩٧ کال  د وري دمياشتې په دريمه نيټه دشپې په  ٩ بجو د طلوع او لمر د ټلويزيونو له  لارې خپرې شي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته