امنیت

دامنيتي حالت دڅيړنې لپاره غورته دکورنيو چارو وزارت دجګپوړي هيئت سفر .

کابل باختر دچنګاښ ديارلسمه :
دکورنيو چارووزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان او دعامه نظم دپوليسو لوى قوماندان تورن جنرال زمري پيکار دغور ولايت مرکز چغچران ته ورسيدل .
ددغو مقاماتو دسفر هدف ددغه لويديځ ولايت دامنيتي حالت څيړنه ده .
دغور والي سيد انور رحمتي دکورنيو چارو وزارت له جګپوړي  هيئت سره  په کتنه کې دغور ولايت  دمرکز او دنهواداري  واحدونو دامنيتي حالت دڅرنګوالي په اړوند معلومات وړاندې کړل .
دغور والي دغير مسوولو وسله والو ډلو شتون او دتروريستي ډلو بريدونه ددغه ولايت دخلکو په وړاندې ډيرې مهمې ستونزې  وبللې اوپه دغه ولايت کې يې  دزياتو ځواکونو د ديره کولوغوښتنه وکړه .
په دې کتنه کې دقومونو يو مخور فضل الحق نجات دغور دخلکو په استازيتوب په دغه ولايت کې ديو لړ امنيتي اوخپل منځي ستونزو يادونه وکړه اوپه دغه ولايت کې يې دامنيت دلازياتو تامينولو په لاره کې دسيمه ئيزو پوليسو او دملي پوليسو دځواکونو دزياتوالي غوښتنه وکړه .
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان دغه ولايت ته دخپل سفر هدف په دغه ولايت کې دامنيت دتامينولو دمسئلو دڅرنګوالي په باب دغور ولايت دسيمه ئيزو مقاماتو او خلکو دغوښتنو اوريدل وبلل او دغور ولايت دامنيت تامينول يې دافغانستان دنورو سيموپه شان خپل کاري لومړيتوبونه وبلل .
دکورنيو چارو وزارت معين دغور ولايت دامنيتي حالت دښه والي لپاره دزياتو سرتيرو داستولو ژمنه وکړه او  دغه راز دسيمې امنيتي مقاماتو ته يې لارښوونه وکړه چې له غير مسوولو وسله والو  ډلو څخه دوسلو د راټولولو او ددغو ډلو پرخلاف دمبارزې بهير ګړندى کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته