کابل باختردکب دمياشتې١٤ نيټه :
هغو ميرمنو ته چې په سوداګرۍ بوختې دي دکابل ښاروالۍ په همکارۍ يو ستر مارکيټ جوړيږي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دميرمنو د ستر تجارتي مارکيټ د جوړولو تفاهم ليک په دې وروستي وخت کې د کابل ښاروالۍ ا و د ملګرو ملتو سازمان د دفتر ترمنځ لاسليک شو.
دغه سرپوښلى مارکيټ دکابل ښاروالۍ د څه ناڅه څلويښت زره مربع متره ځمکې په ساحه کې د ملګروملتو دسازمان له خوا دپنځو ميليونو ډالرو په لګښت په کابل ښارکې جوړيږي.
بايد وويل شي چې د دغه مارکيټ زياتره فعاليت کوونکي هغه ښځې دي چې په کوچنيو سوداګريزو فعاليتونو بوختې دي.
کابل ښاروالۍ د دغه مارکيټ د ساتنې ، څارنې او مديريت مسووليت په غاړه لري.پاى ج ذ