ورزش

په خوست ولايت کې دکبدي سيالۍ ددغه ولايت دمرکز د ټيم په اتلوالي پاى ته ورسيدې .

کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
دکبدي  سيالي  چې پنځلس ورځې مخکې دخوست په ښار کې  پيل شوې وې پرون مازيګر دخوست ولايت دمرکز دټيم په اتلوالي پاى ته ورسيدې .
دخوست ولايت ورزشي آمر عزيز الرحمن ملنګ دباختراژانس خبريال ته وويل دغه سيالۍ چې پنځلس  ورځې مخکې په نشه يي توکو  دځوانانو دروږدې کيدو دمخنيوي  ، روزنې او چاپيريال ساتنې ته ددوى دهڅونې په مقصد دخوست ولايت په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې  دمرکز د ورزشکارانو په ګډون سربيره دخوست ولايت ددولسو ولسواليو ورزشکارانو هم پکې برخه لرله چې په نتيجه کې يې په وروستي پړاو کې  دمرکز او دحيدر خيلو ټيمونو لوبه وکړه چې دڅوارلسو  په وړاندې په  اته ديرشو سره دمرکز د ټيم په گټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم داتلوالي ټيم کپ ترلاسه کړ .
دغه راز دحيدر حيلو او برخان  خيلو ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته