اسعداباد باختر دچنګاښ د مياشتې ٥ :
په کونړ ولايت کې د پاکستاني او افغاني طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژ ل شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دافغاني او پاکستاني طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٢ تنه ووژل شول چې ١٠ تنه پاکستاني طالبان او ٢ تنه افغاني طالبان پکې شامل دي.
د ده دڅرګندونوله مخې: په دې نښته کې له دواړو لوروڅخه يوشمېر کسان ټپيان شوي دي؛ خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
سيدخيل زياته کړه چې دغه جګړه د کونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوې ده چې ويل کيږي دغه سيمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې ده .
ويل کيږي چې د سرکاڼو په سيمه کې پاکستاني او افغاني طالبان فعاليت کوي او کله ناکله په جګړو لاس پورې کوي.
0 1 دقیقه لوستل