سیاست

دمبارکۍ پيغام

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
دهند دملي ورځې له  امله ددغه هېواد دصدراعظم نارندرامودي په نامه   دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست  د لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم  دمبارکۍ پيغام
خوښ يم  چې ددوست هېواد _  هند جمهوريت دملي  ورځې په مناسبت  دخپلو ډيرو ښو مبارکيو مراتب تاسو او د هندوستان دوستو خلکو ته وړاندې کوم .
هيله لرم چې دتاسو دعالي مديريت تر سيوري لاندې  دوست هېواد _ دهند جمهوريت  زياتو پرمختګونو او ترقيو ته ورسيږي  اودهند جمهوريت خلک زياته  اوهميشنۍ نيکمرغي او سوکالي ترلاسه کړي.
هيله کوم  ددواړو هېوادونو  دهند جمهوريت او دافغانستان داسلامي جمهوريت  ترمنځ بې ساري همکاري او دوستي  چې دزمانې له آزموينې څخه بريالي راوتلي دي ، هماغه شان دوام ومومي او دواړه هېوادونه وکولاى شي  دهميشنۍ سولې دتر سيورې لاندې  د ځلانده راتلوونکي په لور دترقۍ او پرمختيا واټونه ووهي .
دافغانستان  حکومت  او خلک به  په خپل هېواد کې دامنيت اوثبات دپياوړتيا په لاره کې او دپراختيا اوپرمختګ په برخو کې  دهند جمهوريت هر اړخيزې  او هميشنۍ مرستې تل   په ياد ولري او درناوى به يې وکړي.
له فرصت څخه  په استفادې سره په دې ترڅ کې چې  دخپلو مبارکيو مراتب  نوى کوم  عالي  جناب ته دبرياليتوب او روغتيا هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته