امنیت

دفراه ولايت دمرکز او فرا رود ترمنځ لاره دجګړې له امله وتړل شوه.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دفراه ولايت دمرکز او دفرا رود ولسوالۍ ترمنځ لويه لاره دسختو جګړو له امله د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال باهر دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه جګړې نن سهار دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکنسک او شمال ګه په کليوو کې پيل شوي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې، ددغو نښتو له امله دسر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په باب دقيق جزييات نه دي ترلاسه شوي او دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ تړلې ده.
باهر وويل :  چې له پوليسو سره دهمکارى لپاره هوسا ځواکونه ساحې ته استول شوي دي او په ډير لند ممکن وخت کې به د دولت دوسله والو مخالفينو بريدونه په شاوتمبول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته