کابل / دچنګاښ / ۱۴/ باختر
د هېواد له ۱۷ کلنۍ څخه ښکته د نجونو د فوټبال ټیم د شنبې په ورځ به خپله لومړۍ لوبه د ایران له ټیم سره تر سره کړي .
د افغانستان له ۱۷ کلنۍ څخه ښکته د نجونو د فوټبال ټیم تېره اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د اسیا د مرکز په لوبو کې د ګډون لپاره تاجګستان ته لاړ .
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي دي چې دویمه لوبه د دوه شنبې په ورځ به له کوربه هېواد تاجکستان له ټیم سره تر سره شي او د دغې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ به د ازبکستان له ټیم سره لوبه وکړي .
د اسیا د مزکز له ۱۷ کلنۍ څخه ښکته د نجونو د فوټبال سیالۍ د جون د میاشتې له ۳۰ څخه د جولای تر ۹ پورې به د دوشنبې ښارپه مرکزي لوبغالي کې تر سره شي .
په دغو سیالیو کې د افغانستان ، تاجکستان ، ایران ، ازبکستان او قرقیزستان ملي ټیمونه ګډون لري چې د لیګ په سیستم لوبې کوي .
د ترکمنستان او قرقیزستان د فوټبال ملي ټیمونو د کرونا د شرایطو په دلیل په دغو سیالیو کې ګډون نه دی کړی .
دغه راز د افغانستان د فوټبال فدراسیون دوو تنو حکمانو فرحناز جلالي او سونیا نوري د لوبو د قضاوت لپاره دعوت شوې دي .
پای / سعیده